سال چهارم / شماره : 735 / چهارشنبه / ۵م سرطان ۱۳۹۸
Vol No 04, Issue 735, Wednesday, 26 June , 2019

سوله؛ پرون، نن او راتلونکې

نویسنده : مجیب‌الرحمن لمر - کد خبر : 44520

۱۳ ثور , ۱۳۹۵

Mujib Lmar


له وسله‌والو مخالفینو (بخصوص طالبان) سره سوله د افغان حکومت له لومړیتوبونو شمېرل کېده/کېږی چې له اسلام‌اباد-راولپنډۍ سره د کابل نږدې‌والی اساسی لامل هم د سولې خبرې بلل کېږی. خو له ټولو هڅو سربېره تر دې‌دمه وسله‌وال طالبان خبرو ته نه‌دی حاضر شوی. دا چې د سولې خبرو سربېره د دغو هڅو اساسی دلیل څه و، هڅه شوې په‌دغې لیکنه ورته اشاره وشی. همداراز د سولې پر بهیر په کور دننه نیوکو ته هم لنډه کتنه شوې او په وروستۍ برخه کې د سولې په تړاو پر راتلونکې لیدلوری رڼا اچول شوې ده.

مخامخ خبرې

د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ مخامخ خبرې د لومړی ځل لپاره د اسلام‌اباد په مری (سرطان ۱۳۹۵/جولای ۲۰۱۵) کې وشوې. په‌دغو خبرو کې د حقانی شبکې د استازو سربېره د طالبانو باصلاحیته پلاوی ګډون کړی و او دواړو لوریو منلې وه چې مخامخ خبرو ته به دوام ورکوی (په‌دغه غونډه کې د چین او امریکا استازو د څارونکو په توګه ګډون درلود). خو پر دې سربېره چې دواړو خواوو د خبرو پر دوام ټینګار کړی و او پاکستان هم ژمنه کړې وه چې د راتلونکو خبرو لپاره به زمینه برابرېږی؛ اما د ملا محمدعمر د مړینې خبر له خپرېدو سره جوخت خبرې وځنډول شوې (اګسټ ۲۰۱۵).

طالبانو د ملا محمدعمر په استازیتوب په‌دغو خبرو کې ګډون کړی و (د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی معین حکمت کرزی په وینا، ګډون کوونکو د اخترمنصور اجازه له ځانه سره درلوده؛ خو هغه مهال چې ملا عمر لا ژوندی بلل کېده، منصور د محمدعمر استازی و او ټولې چارې د ملاعمر له نامه څخه په استفادې کېدې).

د اوس‌ لپاره د طالبانو پر وړاندې پر پوځی اقداماتو تأکید شوی او په‌دې لړ کې له پاکستان څخه غوښتل شوی چې ټولو ترهګرو ته په یوه سترګه وګوری او یو ډول یې پر وړاندې اقدام وکړی؛ خو پر دې سربېره ولسمشر د دوست او دښمن تعریف په برخه کې له ځینو طالبانو څخه یادونه کړې (له‌دې سره د هغو طالبانو پر مخ د سولې دروازه پرانیستې ده چې له جګړې څخه لاس اخلی) بل لور ته پاکستان یو ځل بیا د سولې خبرو پیل لپاره ظاهرا هڅې پیل کړی دی. له‌‌دې ورهاخوا روسیه لېوالتیا لری چې د سولې په خبرو کې ګډون وکړی (د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف چین ته د خپل وروستی سفر په ترڅ کې ویلی، د افغانستان د کشالې حل او په‌دغه هېواد کې د ثبات ټینګښت په موخه د شانګهای د همکاریو پر سازمان باور لری).

باور دا دی چې د ملاعمر د مړینې اعلان دوه اساسی عوامل درلودل: لومړی دا چې د طالبانو د مخکینی مشر مړینه حتما ډاګیزه کېده. که افغان حکومت د مری خبرو ته دوام ورکړی و، نو د ده د مړینې ډاګیز کېدو وروسته، حتی له خبرو څخه د سوله خوښو طالبانو په شا کېدل مطرح و؛ ځکه ظاهرا ګډون کوونکو د ملا عمر په استازیتوب ګډون کړی و، کله چې معلومه شوې وی چې نوموړی مړ شوی (اپرېل ۲۰۱۳) نو تر ډېره بریده به یې د سولې خبرو ته شا کړې وی؛ ځکه دوی به د سولې خبرې د چل او دوکې په توګه یادې کړې وی چې د اختر منصور ګټې په‌کې نغښتې دی. دویم، سربېره پر دې چې پاکستان دغو خبرو ته زمینه برابره کړې وه؛ خو پاکستان مخامخ په‌کې ښکېل نه و او ټول څه یې د افغان حکومت او طالب استازو ته پرې ایښی ول. باور دا دی چې د پاکستان دغه تکتیک په‌دې هدف و، څو له راتلونکو تعهداتو څخه په شا شی او د طالبانو په ذریعه خپلو اهدافو ته ورسېږی.

څلوراړخیزه غونډه

د ملا محمدعمر د مړینې خبر له خپرېدو او د کابل د شاه‌شهید له پېښې (اسد ۱۳۹۴/اګسټ ۲۰۱۶) وروسته، سربېره پر دې چې له طالبانو سره د سولې خبرې په ټپه ودرېدې، د کابل-اسلام‌اباد په اړیکو کې هم منفی بدلون رامنځته شو. دا مهال افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې د مشخصو اقداماتو غوښتونکی شو؛ خو پاکستان هڅه وکړه چې له کابل سره یې اړیکې ښې شی. د اړیکو ښه‌والی په هدف د ډیورنډ کرښې هغې غاړې پښتانه مشران کابل ته راغلل (نومبر ۲۰۱۵) او له ولسمشر غنی څخه یې غوښتنه وکړه چې په پاریس کې د اقلیمی بدلون غونډې په څنډه کې د پاکستان له لومړی وزیر نواز شریف سره وګوری او د دواړو هېوادونو اړیکو ته مثبت لوری ورکړی. د اقلیمی بدلون په غونډه کې دواړو مشرانو سره ولیدل او ولسمشر اشرف‌غنی پر دې سلا شو چې اسلام‌اباد کې د آسیا زړه استانبول پروسې پنځم دوه ‌ورځنی کنفرانس (ډسمبر ۲۰۱۵) ګډون وکړی.

اسلام‌اباد د ولسمشر له سفر وروسته د څلور اړخیزې غونډې لومړۍ غونډه (ډسمبر ۲۰۱۵) وشوه. د دغې غونډې هدف د سولې لپاره د لارې نخشې جوړول و چې بالاخره په څلورمه غونډه کې د لارې نخشه جوړه او د سولې خبرو مخامخ خبرو لپاره د طالبانو حاضرولو په هدف پاکستان ژمنه وکړه؛ خو د پاکستان له ژمنو او د خبرو پیل لپاره د بېلابېلو ضرب‌الاجلونو ټاکلو سربېره؛ تر دې‌دمه طالبان خبرو ته نه‌دی حاضر کړی شوی.

اوږده پروسه د څه لپاره

د سولې په هدف له ټولو هڅو سربېره ولسمشر اشرف‌غنی ملی شورا په‌خپله وروستۍ وینا کې ټینګار وکړ چې له پاکستان سوله نه‌ غواړی؛ بلکې د حکومت غوښتنه دا ده چې پاکستان خپلې ژمنې عملی کړی. د څلور اړخیزو غونډو په پایله کې پاکستان ومنله چې د ټولو ترهګرو پر وړاندې به یو ډول اقدام کوی؛ خو تر د‌مه دغه کار نه‌دی شوی، بلکې اسلام‌اباد-راولپنډۍ یوازې د پاکستان ضد اورپکو ځپلو پسې را اخیستې ده.

پر افغان حکومت دا نیوکه کېږی چې د سولې تر نامه یې وخت ضایع کړ او پر پاکستان باور بې‌ځایه و.

خو افغان چارواکو د سولې خبرو دغې اوږدې پروسې لپاره مشخص دلایل وړاندې کړی دی. د دوی په وینا، حکومت د پاکستان په نیت له پخوا خبر و؛ خو د دې لپاره چې د اسلام‌اباد پلمو ته د پای ټکی کېږدی په‌دغې اوږدې پروسې کې ګډون ته حاضر شو. له همدې امله ده چې د سولې خبرو له دوام سره جوخت، د افغان ځواکونو روزنې او تجهیز (په ځانګړی توګه هوایی ځواک) په برخه کې هم جدی اقدامات شوی دی. همداراز د وسله‌والو مخالفینو د پلانونو شنډولو په هدف افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه له دفاعی حالت څخه تعرضی حالت اوښتی دی.

war and peace

د څلور اړخیزې غونډې په پایله کې وه چې د لومړی ځل لپاره پاکستان په‌خپله خاوره کې د طالبانو او د کورنیو موجودیت یې ومانه. د پاکستان د ملی امنیت سلاکار سرتاج عزیز په امریکا کې یوې غونډې ته وویل چې طالبان او د دوی کورنۍ په پاکستان اوسېږی او د پاکستان حکومت له امکاناتو استفاده کوی. د ده په وینا، پاکستان دا توان لری چې پر دوی فشار راوړی او د غوښتنو نه منلو په صورت کې به له پاکستان څخه وشړل شی.

له بلې خوا د لومړی ځل لپاره له پاکستان څخه لیکلی تضمین اخیستل شوی (د تېرو کلونو په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ژمنو شفاهی بڼه درلوده او پاکستان هېڅ ډول لیکلی تضمین نه و ورکړی). دغه تضمین د څلور اړخیزې غونډو په هرې اعلامیې کې تسجیل شوی دی.

همداراز افغان حکومت په‌دې بریالی شو چې د لومړی ځل لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په هدف سیمه‌ییزه او نړۍواله اجماع رامنځته کړی. دغه اجماع د دې لامل شوې چې د هرې ورځې په تېرېدو پر پاکستان فشارونه زیات شی (چین له پاکستان څخه د ریښتنې همکارۍ غوښتنه کړې ده، امریکا پر اسلام‌اباد فشارونه زیات کړی او په‌دې لړ کې کانګرس د اف-۱۶ الوتکو مرسته بنده کړې ده، همداراز د کانګرس له‌خوا ۷۴۲ میلیونه ډالره مرسته بنده شوې، له بلې خوا د حقانی شبکې ځپلو په هدف پر پاکستان د امریکا فشار زیات شوی، روسیې هم میدان ته دانګلی دی).

راتلونکی لیدلوری

د اوس‌ لپاره د طالبانو پر وړاندې پر پوځی اقداماتو تأکید شوی او په‌دې لړ کې له پاکستان څخه غوښتل شوی چې ټولو ترهګرو ته په یوه سترګه وګوری او یو ډول یې پر وړاندې اقدام وکړی؛ خو پر دې سربېره ولسمشر د دوست او دښمن تعریف په برخه کې له ځینو طالبانو څخه یادونه کړې (له‌دې سره د هغو طالبانو پر مخ د سولې دروازه پرانیستې ده چې له جګړې څخه لاس اخلی) بل لور ته پاکستان یو ځل بیا د سولې خبرو پیل لپاره ظاهرا هڅې پیل کړی دی. له‌‌دې ورهاخوا روسیه لېوالتیا لری چې د سولې په خبرو کې ګډون وکړی (د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف چین ته د خپل وروستی سفر په ترڅ کې ویلی، د افغانستان د کشالې حل او په‌دغه هېواد کې د ثبات ټینګښت په موخه د شانګهای د همکاریو پر سازمان باور لری).

دغو خوځښتونو ته په کتو، د سولې په تړاو دوه لیدلوری متصورې دی:

۱. د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې به جګړه دوام لری او ټوله هڅه به دا وی چې تر وروستی بریده وځپل شی (همدا اوس دغه کار دوام لری)؛ او

۲. د تلپاتې سولې لپاره به دا ځل د روسیې په ګډون یو شمېر نور هېوادونه هم د سولې په خبرو کې ښکېل کړی شی. دغه کار به په‌دې منتج شی چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې د سیمې هېوادونو ترمنځ هم‌غږی لا زیاته شی. له‌دې لارې پر پاکستان د زیاتو فشارونو اټکل کېدای شی.





هنوز دیدگاهی داده نشده.

دیدگاه‌تان را بنویسید: