سال چهارم / شماره : 735 / جمعه / ۷م ثور ۱۳۹۷
Vol No 04, Issue 735, Friday, 27 April , 2018

دافغانستان اساسی قوانین او بشری حقوق

نویسنده : جامعه باز - کد خبر : 37564

۱۷ جوزا , ۱۳۹۴

Afghan Constitution


 (لومړۍ برخه)

 دموضوع دښې روښانتیا لپاره لازمه بولم چې خپله څیړنه په دوه څپرکو وویشم په لومړۍ څپرکی کې په بشری تاریخ کې په اساسی قوانینو رڼا اچول کېږی او په دویم څپرکی کې د ګران هیواد افغانستان اساسی قوانین او په هغوکې تثبیت شوی او تسجیل شوی بشری حقوق ترڅپړنې لاندې نیول کېږی .

لومړی څپرکې

  قوانین د پیړیو په پوړیو کې: مخکې له دې چې په بشری تاریخ کې د اساسی قوانینو څرک ولګلوو بده به نه وی. چې لومړی قانون او بیا اساسی قانون وپیژنو:قانون د قانون (Kanun-Kanon) دکلمې ریښه یونانی ده چې د سریانی ژبې له لارې عربی ژبې ته ننوتې ده او په اصل کې د ( خط کش ) په معنا کارول شوې ده او د قاعدې په معنا اووښتې ده او نن ورځ په اروپایی ژبوکې د کلیسایی شریعت په معنا استعمالیږی.

قانون دعربو په ژبه کې د هر څیز مقیاس او معیارته وایی چې په عمومی تعبیر بدل شوی او په هرې عمومی الزامی قاعدې باندې اطلاق شوی دی.

قانون دهغه قواعدو له مجموعې څخه عبارت دی چې ټولنېزې اړیکې تنظیموی او د یوې ټولنې افراد د هغې په اطاعت مکلفوی.

قانون د زمان او مکان پورې خاص ګڼل کېږی په دې معنا چې له یو هیواد څخه تربل هیواده او په یو هیواد کې له یوې زمانې څخه تربلې زمانې پوری تغییر کوی.

د قانونی قواعدو مجموعه چې په یوه ټاکلی هیواد او یوه ټاکلی وخت کې تطبیقیږی د وضعی قانون په نامه یادیږی.

اساسی قانون

اساسی قانون په عامه معنا دهغه قواعدو اومقرراتو یوه مجموعه ده چې د قدرت په تنظیم پورې اړه لری. له دې کبله د اساسی قانون قواعد او مقررات ټول هغه مقررات دی چې د افرادو، د رعایاوو یاد اتباعو او د دولت ترمنځ په سیاسی روابطو حاکم دی او ټول هغه اصول دی چې د هیواد د سیاسی موسساتو او دفرمان ورکوونکو او د فرمان وړونکو ترمنځ د قدرت په ارتباط موثردی.

اساسی قانون له یوې خوا د قدرت په مقابل کې د افرادو او رعایاوو د آزادۍ حدود اوله بلې خوا دفردی حقوقو د ساحې د نافذو تشکېلاتو دصلاحیت حدود یې په مقابل کې په ګوته کوی.

په بل عبارت داسې هم ویل شوی دی چې اساسی قانون (Constitution)هغه قانون دی چې د یوهیواد تشکېلات او دعمومی قدرتونو اړیکې او دحقوقو عمومی اصول احتوا کوی.

د اساسی حقوقو د ځینومتخصصینو له نظره اساسی قانون دیو لړقاعدو او مقررو مجموعه ده چې د عامه تشکېلاتو یا درې ګونه ( مقننه ، قضاییه او اجراییه ) قواوو او د هغو ترمنځ د اړیکو او د دولت په وړاندې د اتباعو د امتیازونو او تکلیفونو څخه بحث کوی.

د اساسی قانون انګلیسی اصطلاح (Constitution دلاتینې Constitutio څخه اخیستل شوې ده چې د(تایید وم یې او ټاکم یې ) معنا لری له نوموړې اصطلاح څخه د روم په امپراتورۍ کې هم کاراخیستل کېده او درومی امپراتورۍ د ټولو هغو مقرراتو او فرمانونو انعکاس ؤ چې د حقوقو د منابعو مفهوم یې درلود .

په بشری تاریخ کې د اساسی قانون اصطلاح مریی لرونکو او فیوډالی رژیمونو ته رسیږی او په لرغونی زمانه کې د اساسی قانون اصطلاح د هغه اصولو په باره کې چې د دولت سیاسی تشکېلات او د عامه قواوو اړیکوته یې سازمان ورکاوه استعمالیده.

په لومړنیو زریزوکې دمدنیت لومړنۍ زانګوګانې په ختیځ کې په حرکت راغلی دی. د ختیځ قانون نامې په تیره بیا په بین النهرین Mesopotamia پوری اړونده ټولګې ( مجموعې ) د جوړښت له مخی اغلبا دمقدمې، مؤخرې او اصلی اډانې درلودونکې دی. مقدمه او مؤخره عموما دقانون د تدوین سیاسی زمینې او اجتماعی ضرورتونه په ګوته کوی. دا لوحې چې د قانون د منشا، عدالت د ښکارندوی او څرګندوی په عنوان د پاچا په نقش منقش دی غالبا د اجرا له ضمانت سره یو ځای شرطی بیان لری .

Afghan Constitution

نه میلاد۲۱۲۳-۲۰۸۰کاله وړاندې د بابل په تمدن کې دحمورابی Hammurabi   قوانینو ډیره لرغونې بشری تدوین شوی قانون نامه رامنځ ته کړې ده .

دحمورابی مجمع القوانین د سومر له ورانیدو څخه  وروسته  دسومریانو د پخوانیو قوانینواو دهغوی دعاداتو او رسوموله مخې ولیکل شول او ډیر مندرجات ( منځپانګی ) یی دهغه قوانینو له مجموعې څخه اقتباس شوی دی چې د (اور)(ur ) پاچا( دونګی ) (Dungi) تدوین کړی ؤ .

یوله ډیرو پخوانیو قوانینوڅخه چې د بشر په لاس تدوین شوی دی په قوی اټکل د حمورابی د بابل د شپږم پاچا مجمع القوانین دی.

دحمورابی د قوانینو مجموعه چې له ۲۸۲ مادوڅخه تشکېل شوې وه د مرییتوب د د ورې د تولیدی شیوې تاریخی سند دی چې په بابل کې له میلاد څخه اتلس ۱۸ پیړۍ پخوا پر یوه ډبرینه ستنه  نقش شوی دی .

همدا چې قوانین په عمومی صورت سره په ډبره یا برنزباندې حک کېدل، د ټولو لپاره په یوه اندازه دلاس رسۍ او خبرتیا وړؤ او نورد یوې تړلې ممتازی طبقی دبیان او په خپل زړه تفسیر تابع نه ګرځیدل.

په نوروقوانینوباندی د حمورابی د مجموعې امتیاز له دې کبله دی چې د بابل قانون جوړوونکې غوښتی دی د ده قانون په هرځای کې د اجرا وړ وی نه په یو ټاکلی ښار کې .

دبابل  دپاچا حمورابی ( مجمع  القوانین ) په یوه مریی لرونکی دولت کې د خلکو د ژوندانه د پیژندنې د څرنګوالی لپاره ډیر ارزښت لری.

دا ډیر زوړ مجمع القوانین دی چې تراوسه لاس ته راغلی دی او د مرییتوب په نظام ، خصوصی مالکېت او دانسان له خوا د انسان په استثمار باندې رڼا اچوی، دا مجموعه درې برخې لری:

مقدمه، متن او نتیجه، مقدمه د پاچا د ټولو اتباعو لپاره د عدالت او نیکمرغۍ د ټینګښت په هکله له طمطراق څخه ډک عبارتونه لری.

د حمورابی د کود مجموعه ( مجمع القوانین ) چې په ۱۹۰۲ع کال کې د شوش په ښارکې د فرانسوی لرغون پیژندونکو د کېندنو په ترڅ کې لاس  ته راغلی ده او اوس د(لور) په موزیم کې ساتل کېږی، د یوې تورې ډبرې په تخته باندې حک شوې ده. دا لوحه چې په ۱۹۰۲ ع کال کې د ژدو مورګان د ډلې په واسطه او له هغې وروسته د آلمانی پوهانو مولر او هاربر په وسیله لوستل شوې ده ۲۸۲ مادې لری.

ځینی اوسمهالی لیکوالان د رومیانو د دولس ګونو لوحو سره د حمورابی د قانون نامې د پرتلنې(مقایسې) په مقام کې وایی سره له دې چې د حمورابی مجموعه د دولس ګونو لوحو څخه تقریبا دولس ۱۲پیړۍ وړاندې لیکل شوې ده دا مجموعه خورا زیاته  د نظم اوعلمی انسجام او اعتدال او میانه روۍ څخه برخمنه ده.

همدارنګه په لرغونی هند کې د مانوManou   قوانین د مرییتوب د دورې هنداره ده، چې تقریبا له میلاد څخه له لسمې څخه تر دیارلسمې پیړۍ پخوا لیکل شوی دی .

 د مانوسا نسکریټ لغت د انسان په معنا دی. د مانو کتاب د هندیانو له سپیڅلو کتابونو څخه دی. برهنمی یا برهمایی آیین په دې کتاب کې بیان شوی دی او د آریایی تمدن ارزښتناک او قیمتی آثار هلته لیدل کېدای شی.

دمانو مجموعه دهندیانو د یوې خاصی ډلې یعنې د برهماد پیروانو د لارښوونې په هدف تدوین شوه خو د زمانې په تیریدو سره په عمل کې د ټولو هندیانو په حق کې ترې کار اخیستل شوی دی. مانو د خپلو مقرراتو مجموعه د هند سترو کاهنانو ته ابلاغ کړې او هغوی یو نسل تربل نسل پورې د هغوی په ساتنه کې کوښښ کړی دی ترڅو بالاخره د سانسکریټ په ژبه تدوین شوې ده .

د نوموړو قوانینو متن د شعرپه بڼه ؤ چې وروسته یې په منثور کلام اړولی دی. د دې مجموعې شعروزمه عبارتونه (۲۶۸۵) بیتونو ته رسیږی او په اروپایی ژبوهم ژباړل شوی دی.

 





هنوز دیدگاهی داده نشده.

دیدگاه‌تان را بنویسید: