سال چهارم / شماره : 735 / جمعه / ۷م ثور ۱۳۹۷
Vol No 04, Issue 735, Friday, 27 April , 2018

د سولې تړونونه او بشری حقونه

نویسنده : جامعه باز - کد خبر : 37562

۱۶ جوزا , ۱۳۹۴

Human rights


 (دوېیمه او وروستۍ برخه)

۳- د تړون د تطبیق مرحله :
په دی تړون کې د بنسټیزو مسالو په باب د تړون جز یًیات او جوړښت عملی کیږی . په معمول  ډول ددی مرحلی د پیل کېدو لپاره ددی ضرورت پیدا کیږی چې ښکېلی خوا وی له سره نور مذاکرات پیل کړی . مهمه پوښتنه دا وی چې هره خوا ددی امکان سنجوی چې څنګه کولای شی خپلی هغه  غوښتنې اووړاندېزونه په عملی ډګر کې تر لاسه کړی چې په تړونونو کې پرې موافقه شوې وه .
د بشری حقونو رابطه د سولې له تړون سره :
د سولې هر تړون په بنیادی ډول یو حقوقی چوکاټ دی او دغه ټوله پروسه له بشری حقونو سره یوه طبیعی او نه بیلیدونکې رابطه ځکه ساتی چې هدف د جګړو ختمول او په سوله ییزه طریقه د اختلافونو محوه کول وی .
د سولې د تړون په هغه برخه کې چې د بنسټیزو مسالو لپاره چوکاټ ټاکې اساسی بشری حقونه او هغه میکانیزمونه بیانیږی چې په ذریعه یی نوموړی حقونه باید عملی شی . دغه راز په تړون کې د اساسی ریفورمونو خبری لکه په قضایی سیستم  د امنیتی قواوو په تشکېل او اساسی قانون کې بدلونونه ر ا منځ ته کیږی چې په  جنګ ځپلو ملکونو لکه افغانستان کې ډیرې حساسې ملی مسالې رانغاړی،  په تفصیل سره پرې موافقه کیږی . د سولې د تړون او په هغه کې د بشری حقونو نقش په لنډ ډول له دوو مهمو اړخونو سره رابطه پیدا کوی .
له یوی خوا د جګړو په دوران کې په بشری حقونو تیری تقریبآ یو معمول ګرځیدلی او ټولې ښکېلی خواووی د هغو مسوولیت لری . په دی باب په تیرو مخونو کې لنډه یادونه وشونه په بشری حقونو تیری د افغانستان د جګړو یوه اساسی جنبه او خصلت و چې د لسیزو په دوران کې یی سیسټماټک شکل اختیار کړی او له همدی وجې د جګړو په پراختیا، شدت او نوعیت کې یی هم نقش درلودلای دې . له دی امله د بشری حقونو د ساتنی او تضمین مساله د یوی تل پاتی سولې او ثبات لپاره ډیر اهمیت پیدا کوی .
دویم اړخ یی له دې حقیقت سره تړاو لری چې د بشری حقونو په درک ، پراختیا او اهمیت کې د تیرو څو لسیزو په دوران کې د پام وړ پرمختګ او بدلون محوسس کیږی . د بشری حقونو بین المللی معیارونه  چې د بشری حقونو په بین المللی  تړونونو کې ذکر شوی او د ګڼ شمیر هیوادونو له خو ا پیژندل شوی اوس په ملی او بین المللی کچه په سیاسی او اقتصادی پروسوکې د تنظیم کوونکې عنصر په څیر ثابت شوی . دغه معیارونه هم په کور د ننه د حکومتونو او افرادو په منځ کې  د رابطی او د قانون د واکمنی په اړه او هم د ملکونو په منځ کې د  اړیکو د تنظیم او اداری په ډګر کې یو پیژندل شوی اصل دی .
له بلی خوا د بشری حقونو په مفهوم او درک کې یو اساسی بدلون ددی باعث ګرزیدلی چې بشری حقونه په مجرا ډول نه بلکه په باهمی ارتباط او څواړخیزی رابطېاو اغیزی په ډول مطرح او د تطبیق ډګر ته راوتلی دی په ۱۹۹۳ کې د بشری حقونو د جهانی غونډی مذاکرې چې په ویانا کې جوړه شویوی دی نتیجی ته ورسیده چې د بشری حقونو هغه اصلی روحیه او مفهوم چې د بشری حقونو په نړیوالې اعلامیېکېUniversal Declaration of Human Rights (UDHR 1948)په هغی ټینګار شوی ، بیا راژوندی کړې او د ملکونو د سیاسی،اقتصادی، کلتوری او اجتماعی ژوند په ټولو برخو کې خپل نقش را تازه کړی . له دی حادثې وروسته بشری حقونه د ساړه جنګ د دوران  په هغه ویش باندی چې سیاسی او مدنی حقونو ته یی د اقتصادی او اجتماعی حقونو په پرتله ارجحیت ورکاوه ، اوس باور نشته .  اوس  په دی ټینګار کیږی چې ټولنیز پرمختګ ،  ارامی او له جګړو او خشونت څخه د خلاصون ستراتیژی باید په دی بنیاد طرح  او تطبیق شی چې د  ټولو  حقونو په همزمان ډول ، د شرایطو او خاصی وضعی په پام کې نیولو سره  احترام وشی ، دهغو د  ساتنی لپاره میکانیزمونه او موسسات فعاله شی چې د شفافیت او ګډون په اوصولو ولاړ وی او د پرمختګ لپاره یې پروګرامونه طرح او تطبیق شی چې د عدم تبعیض او برابری اصل پکې مراعات وی . په افغانستان کې د سولې هر تړون باید د ملی قوانینو ، اړتیاوؤ او غوښتنو او بین المللی معیارونو پربنسټ لیږ تر لیږهدرۍ مهمی مسالې په پام کې وساتی:
لومړی مساله د افرادو له بشری بنسټیزو حقونو سره تړاو لری . د بشری حقونو د تامین لپاره ضروری خبره دا ده چې قضایی ، امنیتی ، سیاسی او اداری ژور ریفورمونه تطبیق شې . دغه ریفورمونه د هغو اساسی ستونزو د حل کولو سره سرو کار لری چې د جګړو او خشونت باعث ګرزیدلی لکه قومی او مذهبی تبعیضونه او بدبینی، په اداری چارو کې قوم پرستی او خویش پرستی، د اداری فساد ډیر شکلونه، منابعو ته په سیمه ییز ، قومی او ګروپی لحاظ نا برابر لاس رسی په سیاسی او اقتصادی پروسو او پریکړو کې مشخصو ګروپونو ته د ګډون له حق څخه انکار کول او نوری ګڼی ستونزی او د بشری حقونو د نقض قضیې . د بشری حقونو نقض په افغانستان کې هم د جګړو سبب ګرزیدلې او هم د دغو  جګړو او خشونت محصول ګنل کیږی .
په تړون کې د جګړې ښکېلې خوا وې ښایی د بنیادی قضایی او امنیتی چارو له ریفورمونو سره مخالفت ښکاره کړی ځکه د  سولې په تړونونو کې تر ټولو ستونزه منه خبره دا ده چې د راتلونکې موسساتو نوعیت ، ځواک او پراختیا به څومره وی چې دا فرادو د حقونو د ساتنی لپاره په تړون کې پری موافقه کیږی .
یوه اغیزمنه طریقه چې دد غو ریفورمونو تطبیق تضمین کړی دا ده چې له مدنی ټولنی سره سلا مشوری وشی او  هم د بین المللی معیارونو نقش ته پام وشی . هر څومره چې د سولې تړون پراخوسلا مشورو ته مراجعه وکړی او د خشونت او جګړی بنسټیز  لاملونو ته پام واړویشی هغو مره د تړون د بریالتوب چانس زیات وی .
(Christine Bell 2006)
د جایدادونو مساله :
د سولې تړون په معمول ډول د کډوالو د بیرته راستنیدلو مسا له یادوی . دغه مساله باید د بین المللی حقونو په بنیاد د کډوالو باعزته راستنیدل په نظر  کې ونیسی .
په دې باب یوه لویه مساله د دغو خلکو د جایدادونو د بیرته ورکولو او په حال کولو  خبره ده . د کډوالو جایدادونه ښایی د جنګ په دوران کې د نورو کسانو له خوا نیول شویاو غصب شویوی یادوی په زوره له هغو ځایونو څخه بی ځایه شویوی . د جایدادونو په سر ښایی  له   ځای په ځای شویو خلکو سره د دوی تصادم راشی . ددی لپاره چې دروغی جوړی تړون دوام پیدا کړی ،  ضروری ده چې تړون باید د جایدادونو د مسالې لپاره د حل لار ولټوی ، او ددوی حقونه بیرته په خپل حال کړی او که دا ممکنه نه وی ، راستنیدونکو  ته یی باید جیران ورکړیشی .بیرته په حال کول دا معنا لری چې کډوال باید بیرته خپلو پخوانیو ځایونو ته راوګرزی او د دوی جایداد بیرته ورته ورکړل شی  اوکه د جایداد بیرته ورکول ممکن نه وی دوی ته یی باید جبران ورکړل شی چې په دی کې د مادی اجناسو زیان هم شامل دی .
د پخوانیو جرمونو حساب ورکونه :
کله چې د سولې د تړون خبری کیږی ، خصوصآ په داسې ملکونو کې لکه افغانستان چې یوه اوږده داخلی جګره ښاته پریږدی ، نو ډیر سوالونه ذهن ته راځی لکه دا چې د جنګ په دوران کې په بشری حقونو کومو کسانو تیری کړی؟ له بې ځایه شویو خلکو سره اویا د بشری حقونو د تیری له قربانیانو سره به څه کیږی ؟ د  بین المللی ټولنی نقش به ددغو کشالو په حل کولو کې څه شی وی ؟  او داسې نوری ډیری پوښتنی .  دغه ټولپوښتنې او مسالې د بشری حقونو د مفهوم ، ژبې او سیسټم په چوکاټ کې مطرح کیږی او له هغو اخلاقی موازینو سره تړلی ګڼلې کیږی چې د دی سیسټم له خوا ټاکل کیږی .ښایی ددغو ټولو مسالو مرکزی ټکې په دې کې خلاصه شی چې په داسې شرایطو کې موږ سولې او که عدالت ته ترجیع ورکوو .
همدا رنګه،  هره روغه جوړه د دې ټکې یادونه کوی چې ځواک په دیموکراتیک ډول وویشل شی او د هغی لپاره د بشری حقونو یو چوکاټ ټاکې لکه قانونی محکمی،  د بشری حقونو کمیسیون، د حقیقت موندنېکمیسیون او نور قضایی او غیر قضایی مکانیزمونه . د سولې په خبرو کې بله مهمه خبره د بین المللی بشری قوانینو نقش دی .
د سولې اوعدالت په منځ  کې د رابطی پوښتنه یوه مرکزی مساله ده چې د بین المللی قانون له خوا یاده شوی . او د ملګرو ملتونو په منشور کې ، د بشری حقونو په نړیواله اعلامیه کې یې هم ذکر شوی.هلته سوله د بشری حقونو له تعمیم  سره تړلی ګڼی خو په عملی ژوند کې بیا دغه رابطه له ستونزو سره مخ ده. په هر حال د سولې اوعدالت مساله د سولې د هرې موافقې په کولو کې اساسی نقش لری .





هنوز دیدگاهی داده نشده.

دیدگاه‌تان را بنویسید: