سال چهارم / شماره : 735 / شنبه / ۳۰م جدی ۱۳۹۶
Vol No 04, Issue 735, Saturday, 20 January , 2018

مدنی ټولنه څه ده، څه وه او نقش یې څه دی؟

نویسنده : سلیم سلیمان - کد خبر : 31417

۲ سرطان , ۱۳۹۴

Civil Society


 (دویمه برخه)

 پخوانو متل کړى دى چې خټکى له خټکی رنګ اخلی. مانا دا چې که په یوه کوڅه کې، په یوه کلی کې او یا په  بله هره وړه ساحه کې بهتری راځی، دا بهتری د وخت په تېرېدو سره نورو سیمو ته او د ټولنې نورو اقشارو ته هم رسېږی. منظور دا چې افغان ځوانان باید د رضاکاره اجتماعی ټولنو د کار په پیل کې د خپلو اتحادیو د غړیو له لږوالی، د امکاناتو له کموالی یا د کار د ساحې له محدودیته تشویش ونه لری، بلکې په دې دې باور ولری چې د خیرښېګڼې مقاصد به خامخا پلویان او پیروان پیدا کوی. یو وخت ډېرو لږو کسانو خپل اولادونه ښوونځیو ته اچول خو اوس شاید ټول خلک وغواړی چې اولادونه یې په ښوونځیو کې سبق ووایی. پخوا په ډېرو کمو کورونو کې تشنابونه وو خو اوس څوک بې تشنابه کور نه جوړوی. تاریخ شاهد دى چې  د انسانی ژوند په هره ساحه کې مفید او مخ په وړاندې ګام، ژر یا لږ په ځنډ پیروان پیدا کوی او عمومیت مومی.

  دغه راز  موږ باید د دنیا د رسېدلو ملتونو غوندې په دې ځان پوه کړو چې که غواړو په حکومت باندې هم یو کار وکړو نو دا کار به  هله سم او زموږ د خوښې مطابق کېږی چې په اتحادیو، ټولنو او اجتماعاتو کې راغونډ شو او د فشار ګروپونه ولرو.

مدنی ټولنه او سپین ږیری

زموږ سپین ږیرو او مخورو له پیړیو راهیسې اجتماعی مشکلات حل کړی دی، د حکومت او ولس تر منځ یې د منځګړی نقش ادا کړی دی او د مامورینو مخه یې نیولې ده چې د عامو وګړیو حقونه وخوری. همدا اوس چې زموږ په ټولنه کې بحران دی، یوه وجه یې دا هم ده چې د ټولنې سپین ږیری او مخور یا د پخوا غوندې فعال نه دی او یا یې د فعالیت مخه نیول شوې ده. مونږ که څه هم د د مدنی ټولنې فلسفی ریښې په یونان او نورو پخوانو تمدنونو کې لټوو خو دا هم باید هېر نه کړو چې مونږ په طبیعی ډول دودیزه مدنی ټولنه لرله چې حمایت یې پکار دی او په مثبت نقش باندې یې باید اعتراف وشی.

Civil Society

 مونږ کله کله په خبرونو کې اورو چې مثلا یرغمل شوی کسان د سپین ږیرو او علماوو په وساطت راخوشی شوی دی. په ځینو موردونو کې دولتونه یو کار نه شی کولای خو سپین ږیری او مخور یې تر سره کوی چې پکار ده مننه او یادونه یې وشی. پخوا به دولتونو د ځان د لا واکمن کولو لپاره د مخورو، سپین ږیرو او علماوو په نقش سترګې پټولې او نن سبا ځوان کهول چې رسنۍ یې په لاس کې دی، له خپلو ولسی روایتونو د لرې والی په وجه مدنی ټولنه یوازې په کتابی بڼه تعبیروی. څرنګه چې مدنی فعالیتونه تر ډېره حده د اینجوګانو په چوکاټ کې تر سره کېږی او له اینجوګانو سره مالی مرسته لویدیځوال کوی، نو دغه واقعیت هم د دې سبب شوی دی چې خپلې طبیعی مدنی ټولنې ته خاص اهمیت ورنه کړو او فعالیتونه یې کم اهمیته وګڼو.

 د مدنی ټولنې تاریخی ریښې

  ځینې مورخان وایی چې د مدنی ټولنې شتون پنځه زره کلن دی او په اول ځل د میسوپوتامیا ( بین النهرین، اوسی عراق) د سومېر په تمدن کې د شورایی ادارې په جوړېدو سره مدنی ټولنه رامنځ ته شوه.

 خو د اکثرو پوهانو په نظر د مدنی ټولنې او د مدنی ټولنې د مقولې سرچینې باید په لرغونی یونان کې وپلټو. ویل کېږی چې افلاطون ( په څلورمه میلاد مخکې پیړۍ کې ) لومړنی کس دی چې مدنی ټولنه یې یاده کړه او د ده فاضله مدینه همدا مدنی ټولنه ده. خو لا عام نظر دا دی چې د مدنی ټولنې مفهوم په اول ځل ارسطو استعمال کړ او د ارسطو منظور ورنه د کورنۍ په مقابل کې دولت و.

 په دې کې شک نشته چې د سیاسی فلسفې د یوې مقولې په حیث د مدنی ټولنې مفهوم د یونان په ښار- دولتونو او په تېره بیا د اتن په ښار- دولت کې رامنځ ته شو. په دغه مفهوم کې په تېرو څو زره کلونو کې څو ځله تغییر راغلی دی. اوس مونږ له مدنی ټولنې هغه معنا اخلو چې مخکې مو خبرې ورباندې وکړې او له دولته یې یو بېل او مستقل شی ګڼو، مګر په لرغونی یونان کې د مدنی ټولنې او دولت تر منځ د بېلوالی یا تقابل تصور موجود نه و. که څه هم د مدنی ټولنې د مقولې د اوسنۍ او لومړنۍ معنا تر منځ توپیر ډېر دی خو د مدنی ټولنې د مفهوم جرړو ته د رسېدو لپاره پکار ده چې لږ تر لږه د لرغونی یونان د اتن د ښارـ دولت له جوړښت او په دغه ښارـ دولت کې د اتباعو د نقش په باره کې څه نا څه معلومات ولرو.

ایډیال انسان د ښار- دولت یو مسوول تبعه دی:

یونانیانو فکر کاوه چې هیڅ انسان تر هغو پورې بشپړ او ایډیال کېدای نه شی ، چې د ښار- دولت (یعنې پولیس polis  ) فعال غړی نه وی . یونانی ښار دولتونه هر یو د بېل ملک غوندې وو.آتن  Athens او سپارټ Sparta تر نورو مهم ښار- دولتونه وو.

په اوله کې د یونان هر ښار دولت د یوه کس په لاس اداره کېده ، دغه کس به هم پاچا و، هم قاضی ، هم روحانی او هم د پوځ سر لښکر (لکه فرعون) خو یونانیانو د مصر او بین النهرین د خلکو بر خلاف، داعقیده نه لرله  چې د دوی واکمن د خدایانو استازی دی. د دې شی نتیجه دا راووته چې واکمن مطلقیت ته نه پرېښودل کېده او په ښار دولت کې دارستو کراتو (اشرافو) یوه شورا جوړه شوه چې د حکومت په چارو کې یې د برخې لرلو حق درلود .

د یونانیانو په نظر د حکومتی چارو د سمون له پاره پکار وه چې ټول اتباع په یوه مرکزی ځای د راغونډېدو او په سیاسی مسایلو د خبرو امکان ولری . دوی د مصر اوبین النهرین د حکومتونو په باب له خپلو معلوماتو دا نتیجه اخیستې وه چې لوی هېوادونه غالباً واحد  حاکم  ته اړتیا لری . نو تر دارنګه حکومت د ځان د ساتلو له پاره د ښاردولتونو واړه حکومتونه بهتره دی . البته، د یونان غرونه او جغرافیایی جوړښت د وړو وړو حکومتونو درامنځ ته کېدو یوبل عامل وو.

ښار- دولتونو خپل اتباع داستعدادونو روزلو ته هڅول :

دغو ښار دولتونو نه یوازې خپلو خلکو ته سیاسی حقونه ورکول بلکې د هغوی د اړتیاوو د روزلو امکانات یې هم برابرول  چې دغه ځانګړنه په بل هیڅ پخوانی تمدن کې نشته .

په یونانی ښار دولت کې ، مثلاً د اتباعو سیاسی وړتیا د حکومت په کار کې د برخې اخیستلو له لارې تقویه کېدله؛ هنری وړتیا یې په عمومی تیاتر کې پالل کېدله او په عمومی جمنازیم کې یې فزیکی استعداد روزل کېده .

له بلې خوا د یونانی ښار- دولت تبعه مجبور و چې په اردو کې خدمت وکړی . یونانیانو هغه چاته په درنه سترګه نه کتل چې یوازې شخصی کارونه یې کول، دوی ته دغسې سړی د خپلو ډېرو کمالونو ضایع کوونکی ښکارېده .

د یونانی له پاره دا خورا بده خبره وه چې له پولیس (ښاردولت) څخه وشړل شی ، ځکه خوشحاله او فعال ژوند یوازې د ښار دولت د تبعه په حیث ورته ممکن ښکارېده .سقراط اعدام ومانه خو دا یې ونه منله چې د اتن له ښار دولته وشړل شی.

 





هنوز دیدگاهی داده نشده.

دیدگاه‌تان را بنویسید: