سال چهارم / شماره : 735 / شنبه / ۳۰م جدی ۱۳۹۶
Vol No 04, Issue 735, Saturday, 20 January , 2018

مدنی ټولنه څه ده، څه وه او نقش یې څه دی؟

نویسنده : سلیم سلیمان - کد خبر : 31208

۳۱ جوزا , ۱۳۹۴

hoqoq-e-bashar 1


(لومړۍ برخه)

په افغانستان کې چې کله په ستونزو، په مسایلو او په حالاتو خبرې کېږی نو ډېر ځله اورو چې حکومت یا ګاونډی یا نړیواله ټولنه باید داسې وکړی او هاسې وکړی. موږ په خپلو ستونزو باندې د غور په وخت دې ته چندان تیار نه یو چې په ځان حساب وکړو. داسې ولې ده؟ ځکه که په ځان حساب وکړو نو د ځینو چارو تر سره کول باید په غاړه واخلو او ځینې مسولیتونه باید ومنو. البته، په خپلو صلاحیتونو باور نه لرل او ځان څه نه ګڼل زموږ په تېر ژوند کې هم ځېلی لری.

د دولت د اهمیت په باره کې مبالغه د انسان د تېر سیاسی تاریخ د استبدادی ماهیت زېږنده هم ده.

د پېړیو پېړیو استبداد له یوې خوا له حکومته هاغه افسانوی جادوګر جوړ کړ چې هر څه یې په وس کې دی او له بلې خوا یې وګړی په خپلو وړتیاوو بې باوره کړل او بل یې خلک دې ته اړ ایستل چې یوازې د شخصی ژوند د مسایلو په باره کې فکر وکړی، نور نو، رموز مملکت خویش خسروان دانند.

hoqoq-e-bashar 1

د استبداد یوه نخښه دا ده چې خبرې پکې نه سپینېږی، ډېر څه پټ پاتېږی او خلک دې ته تمایل پیدا کوی چې په هر څه کې پټ او مرموز لاسونه ووینی. د پېښو او ستونزو په مرموز والی باندې باور لرل، په هغو باندې د غور کولو اراده رانه اخلی.

دغه ټول روانی او تاریخی عوامل د دې سبب شوی دی چې زموږ په ملک کې ډېر کسان د ټولنې د سمون لپاره په خپلو هڅو بې باوره واوسی او ان په دې باندې فکر هم ونه کړی چې د وطن او ټولنې د تقدیر په بدلانه کې  برخه اخیستى شی که څنګه؟  دې وضعیت زموږ ټولنه تر ډېره حده غیر فعاله ساتلې او د پرمختګ بهیر یې ورټکنى کړى دى. له دې حالته د راوتلو لپاره پکار ده چې مدنی ټولنه پیاوړې شی. مدنی ټولنه څه ته وایی؟

مدنی ټولنه د انګلیسی د سویل سوسایټی(Civil Society ) معادل ده. کله چې سیول رایټس وایو نو منظور مو مدنی حقوق دی.

د مدنی ټولنې حدود

کله کله یو مفهوم په دې طریقه ښه پېژندلاى شو چې په دې پوه  شو چې څه ته نه وایی. مدنی ټولنه هم د سلبی تعریف په مرسته ممکن ښه وپېژنو.

 که زه خپل کور رنګوم، یا خپل اولاد په کورس کې شاملوم، دا زما د شخصی کورنی ژوند چارې دی، دا د مدنی ټولنې له چارو سره تعلق نه لری. د مدنی ټولنې فعالیت باید خامخا اجتماعی اړخ ولری.

که پولیس پیره کوی چې د غلو مخه ونیسی، دا د اجتماع د خیر لپاره هڅه ده مګر د مدنی ټولنې هڅه یې ځکه نه بولو چې پولیس د حکومت سړى دى او د امنیت د ساتلو لپاره له زور او وسلې کار اخلی. د مدنی ټولنې کار د زور له استعمال سره تعلق نلری. په دې اساس د حکومت کارونه د مدنی ټولنې له کارونو بېل دی.

که یو څوک کورس جوړوی او د فیس په مقابل کې شاګردان پکې روزی ، ایا دا د مدنی ټولنې فعالیت دى؟ نه. ځکه مدنی ټولنه د اجتماع د فعالیت هغې برخې ته وایی چې د یوه فرد، افرادو یا یوې ادارې د مادی ګټو په غرض نه بلکې د ټولنې د خیر لپاره تر سره کېږی او دا کار د فشار له لارې نه بلکې په رضا کارانه ډول وی.

مدنی ټولنه به زموږ لپاره د یوه نوم په توګه نوى نوم وی مګر فعالیتونه یې نوی نه دی. زموږ په ټولنه کې د اشر دود یا  د بسپنې دود د مدنی ټولنې د فعالیت مثالونه دی. بسپنه یا اشر نه د عاملینو شخصی کار وی، نه په زور کېږی او نه یې د عاملینو مقصد شخصی ګټه وی.

 

د کوفی عنان خبره

مدنی ټولنه که څه هم زموږ په وطن او نوره دنیا کې پخوانۍ ریښې لری خو د وخت په تېرېدو سره د هغې فعالیتونه پراخ شوی او د هغې د پیاوړتیا ضرورت ورځ په ورځ څرګند شوى  دى.

   د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشی کوفی عنان ( د ۱۹۹۷ له جنوری د ۲۰۰۷ کال تر جنوری پورې د ملګرو ملتونو د موسسې سرمنشی و.) د د ې نړیوالې موسسې د مشرتابه په کلونو کې ویلی وو چې :« د  ملګرو ملتونو به یو وخت یوازې له حکومتونو سره سروکار و او له هغو سره به یې  معامله کوله، خو اوس پوهېږو چې که له حکومتونو، نړیوالو موسسو، اقتصادی وتجارتی مرکزونو او مدنی ټولنې سره په شریکه کار ونه کړو نو سوله او سوکالی نه تر لاسه کېږی.»

  د عنان دا څرګندونې د یو ویشتمې پېړۍ په پیل کې د مدنی ټولنې د اهمیت ښووندویې دی. نن سبا چې په نړۍ کې ډېرې مرستې له انجوګانو یعنې غیر دولتی موسسو سره کېږی او ډېرې پروژې له دې لارو عملی کېږی وجه یې دا ده چې په نړۍ کې د غیر دولتی موسسو او ټولنو کار اغېزمن ثابت شوى دى. دا که په افغانستان کې ګڼو کسانو انجوګانې د شخصی کاروبار لپاره وکارولې دا له لویه سره زموږ په هیواد کې له موجود مالی او اداری فساد سره تعلق لری، نه د رضاکارواجتماعی موسسو له ماهیت سره.

ځوانان او مدنی ټولنه

  د افغانستان د خلکو مختلفو اقشارو په تېره بیا ځوانانو ته پکار ده چې د مدنی ټولنې په اهمیت باندې ځان خبر کړی او په دې ساحه کې کارکولو ته زړونه ښه کړی.  ضرور نه ده چې د مدنی ټولنې فعالیتونه دې د اوسنو انجوګانو په څېر په بهرنیو مرستو متکی وی. د اشر یا بسپنې دود په پردیو مرستو متکی نه دى او یا همدا اوس په هیواد کې په سلګونو فرهنګی او اجتماعی ټولنې فعالیت کوی چې  په بهرنیو مرستو نه دی ولاړې. ځوانان کولاى شی د اجتماعی خدمت په بېلو بېلو ساحو کې چې دوى ورسره دلچسپی لری، مشترک فعالیت وکړی او اتحادیې ورته جوړې کړی. مونږ یو نیم وخت په خبرونو کې اورو چې ځوانانو د وینو بانک ته د خپلو وینو په ورکولو کې برخه اخیستې ده یا یې مثلا د چاپېریال ساتنې په فعالیتونو کې برخه لرلې ده. دغسې فعالیتونه زیاتېدلای، متنوع کېدلای او پراخېدلای شی.

  که څه هم د افغانستان اساسی قانون او نورو قوانینو د رضاکارو ټولنو جوړولو ته لاره پرانستې ده خو د مدنی ټولنې له فعالیتونو سره نااشنایی او په ځانونو باندې بې باوری د دې سبب شوې ده چې په افغانستان کې د مدنی ټولنې فعالیتونه لا تر اوسه پورې نیم ژوانده او د پردو د مرستو په انتظار بې سېکې پاتې وی. د کلیو، کوڅو او ښارونو ځوانان کولاى شی چې د سګریټو په خلاف د مبارزې له اتحادیې رانیولې د نظافت د کلتور تر عامولو پورې په سلګونو او زرګونو  ساحو کې د هغو مقصدونو، اقدارو او ارزښتونو د حمایت لپاره چې دوى ته مهم ښکاری او دوى یې د خدمت جوګه دی، اتحادیې جوړې کړی. دغه اتحادیې که سیاسی وی یا اجتماعی وی،یا  کلتوری وی، که د ټولنیز ژوند له هر اړخ سره تعلق ولری خو چې د قانون په چوکاټ کې وی او سوله ییز ماهیت ولری، نه یوازې  هیواد او ملت ته خیر رسولاى شی بلکې د خپلو غړیو د شخصیت په روزنه او پالنه کې هم لویه ونډه لرلاى شی.

 





هنوز دیدگاهی داده نشده.

دیدگاه‌تان را بنویسید: