سال چهارم / شماره : 735 / چهارشنبه / ۲۳م عقرب ۱۳۹۷
Vol No 04, Issue 735, Wednesday, 14 November , 2018

دافغانستان اساسی قوانین او بشری حقوق

نویسنده : ابوتقي حسامي - کد خبر : 31044

۲۷ جوزا , ۱۳۹۴

Afghan Constitution


 (اومه او وروستۍ برخه)

 د اساسی قانون طرحه د تسوید د کمیسیون، د انقلابی شورا د ریېسه پلاوی، د واکمن ګوند دمرکزی کمیټې د سیاسی بیورو په بیلابیلو غونډو کې مطرح شوه او بالاخره اوه ویشتمه ۲۷مه طرحه چې یوه سریزه، دولس فصله او یوسلو دیرش مادې یې درلودې د ۱۳۶۶ هـ ش کال د چنګاښ د میاشتې په ۲۴ مه نیټه د دریو میاشتو لپاره د هیواد  په تاریخ  کې د لومړی ځل لپاره د خلکو د نظرغوښتنې په مقصد د اوه میلیونو په تیراژ د هیواد  په پنځو ژبو نشر شوه او په میلیونونونسخې یې په لویدیځ کې د افغانی مهاجرینو او په ګاونډیو هیوادو کې د مهاجرینو په کمپونو کې وویشل شوې او دیپلوماتیکو نمایندګیو ته ورسولی شوې، دا کارنه یوازې د نظرغوښتنې په مقصد بلکې د اپوزیسیون  د نظر د راجلبولو لپاره هم ترسره شو چې په دې توګه د سولې لپاره د ډیالوګ تاریخی چانس او امکان مساعد شی.

د اساسی قانون د تسوید کمیسیون د کارکمیټې په هرمساعد ځای کې په موجود اختلاف نظر باندې دغور او بحث لپاره اماده ګی وښودله او په هر ولایت، ښاراو ولسوالۍ کې دعامه نظرغوښتنې دکار د سازماندهی قرارګاوې، تبلیغی ګروپونه او د کارکمیسیونونه ایجاد شول. د مخصوص پست بکس او دهیواد د مطبوعاتو او ټولنېزو اطلاعاتو دوسایلو له لارې د څلورو میاشتو په ترڅ کې تردووملیونو زیاتو خلکو د اساسی قانون د طرحی په هکله په نظرغوښتنې کې ګډون وکړ او ترپنځلس زرو زیات بیلا بیل پیشنهادونه دتسوید  کمیسیون ته وړاندې شول.

د نظرغوښتنې په نتیجه کې د یو سلو شلو مادو د تکمیل او تغیېر په هکله پیشنهادونه وړاندې شول، یو فصل په طرحه کې زیات شو او د مادو شمیرله (۱۳۷) نه (۱۴۸) مادو ته زیات شو.

داساسی قانون د تسوید د کمیسیون  وروستۍ غونډه د ۱۳۶۶ هـ ش کال دلیندۍ دمیاشتې په دویمه نیټه د نوموړی کمیسیون د رئیس په مشرۍ جوړه او د تسوید د کمیسیون دکاردکمیتې کار یې دعبدالرحیم هاتف په مشرۍ دافغانستان د خلکو لپاره فوق العاده زیات او با اهمیته وګاڼه .

داساسی قانون وروستۍ طرحه یې له غور وروسته تایېد او دانقلابی شورا رئیسه هیات ته یې وړاندې کړه.

د وخت د انقلابی شورا ریېسه هیات دهماغه کال دلیندۍ دمیاشتې د دویمې نیټې په غونډه کې وړاندې شوې طرحه تایېد اود بررسۍ او تصویبولو لپاره یې دهغې وړاندې کول تصویب کړل او په دې توګه داساسی قانون دتسوید د کمیسیون کارپای ته ورسید.

د لویې جرګی د فعالیت او تدویر د څرنګوالی په هکله قانون، دانقلابی شورا د رئیسه هیات د ۱۳۶۶هـ ش کال دلړم داومې نیټې د۲۵۳ مې ګڼې فرمان په اساس تصویب او نافذ شو چې د هغه له مخې د لویې جرګې د تدویرنیټه، دڅیړنې مسایل او د ګډون کوونکو ترکېب وټاکل شو.

دیاد شوی فرمان په اساس د۱۳۶۶ هـ ش کال د لیندۍ دمیاشتې په اتمه لویه جرګه  د افغانستان د نوی اساسی قانون دتصویب او دولس مشر دټاکنې په مقصد په کابل کې جوړه شوه چې کاریې دوه ورځې دوام وموند. د دې لویې جرګې د استازیو مجموعی شمیر(۱۵۰۰) ته رسیده او هم څه د یا سه څلورسوه داخلی او د دوستو هیوادونومیلمانه او د مترقی سازمانونو نمایندګان هم رابلل شوی ؤ.

دلویې جرګې غړیو د اساسی قانون په هره ماده باندې له غوراو خبرو وروسته  له یوڅه تغیېراتوسره په داسې حال کې چې یوه ماده د اساسی قانون په وړاندې شوی طرحه باندې ورزیاته شوه . د هغه هره ماده ، هرفصل او په مجموع کې ټول اساسی قانون دلیندۍ دمیاشتې په نهمه نیټه درایو په اتفاق تصویب شو او دغوره شوی ولس مشرد لومړی ګڼه فرمان په واسطه دلیندۍ دمیاشتی په نهمه نیټه یې انفاذ اعلام شو.

نوموړی اساسی قانون یوه سریزه ، دیارلس فصله او(۱۴۹) مادی لری . په دریېم فصل کې له ۳۳می مادی څخه تر۶۴ می مادی پوری د اتباعو تابعیت ، اساسی حقوق، آزادی او مکلفیتونه تسجیل شوی دی .

د سریزې په یوه برخه کې داسلام دمبین دین داساساتو پیروی، دهیواد دمشروطیت دغورځنګ د مواریثو ساتنه او غنا( بډاینه )، د ملګرو ملتونو د سازمان د منشوراو دبشرد حقوقو نړیوالې اعلامیې ته وفاداری څرګنده شویده .

لکه چې پورته مو ورته اشاره وکړه چې د۱۳۶۶ هـ ش کال دلیندۍ دمیاشتې دنهمې د اساسی قانون په دریېم فصل کې د اتباعو تابعیت، اساسی حقوق، آزادی او مکلفیتونه چې لنډیزیې وړاندې کېږی تسجیل شویدی : د ټولواتباعو له پاره دتابعیت یو شانوالی، هغه څوک چې د قانون سره سم د افغانستان د جمهوریت تابعیت لری افغان بلل کېږی ، د تبعید منع او خارجی دولت ته د اتباعو نه تسلیمول ، په خارج کې د افغانی اتباعو حمایت او دهغوی له حقوقو نه دفاع ، د قانون په وړاندی دټولو اتباعودمساوی حقوقو او مکلفیتونو اعلام او په دی هکله دغیرقانونی امتیازد ټاکلواوتبعیض منع کول، ژوند دطبیعی حق په توګه منل او داچې هیڅوک  له قانونی مجوزڅخه پرته له دغه حق څخه نه بی برخی کېږی ، دمسلمانانو لپاره د دینی او مذهبی مناسکو د ترسره کولو د آزادۍ تضمین او دنوروادیانو پیروانو ته دمذهبی مراسمو په ترسره کولو کې دآزادۍ اعلام ، آزادی دانسان دطبیعی حق په توګه ګڼل او ددی مسالی اعلان چې دغه حق دنورو له آزادۍ او له عامه ګټوپرته حدود نلری ، د ذمی برائت اصلی حالت دی ، د تورن بیګناه ګڼل د محکمی د حکم ترقطعیته پوری ، د جرم او جزا او توقیف مشروعیت ، د جرم شخصی والی ، د دفاع حق ، د انسانی کرامت څخه د مخالفی جزا، شکنجی او تعذیب ممنوعیت ، د اکراه او ګواښ په وسیله له تورن او یا بل چا څخه د اقرار،شهادت او یا څرګندونی داخیستلو منع او دهغوی اعتبار والی او دعامل او امرکوونکې لپاره د سزا ورکولو موضوع او د دې مسالې اعلام چې د لوړو مقاماتو په امرباندې استناد مرتکب ته د قانون نه دمخالفو اعمالو له ارتکاب څخه برائت نه ورکوی او د شخص پورې وړتوب دهغه د ازادۍ د سلبیدو موجب کېدلای نه شی، د کور، مراسلاتو، تلیفونی خبرو، تیلګرافی مخابراتو او دمخابراتو د نورو ډولونو دمحرمیت تضمین، د دولت په ټولنېز سیاسی ژوند او دچارو په اداره کې د برخی اخیستنی، د انتخابولو او انتخابیدلو، دبیان او فکرد آزادۍ حقوق، له خپریدوڅخه پخوا د مطبوعاتو دسانسورمنع، دسوله یېزو اعتصابونو، غونډواو تظاهراتو حق، د ډله یېزاو انفرادی شکایت، د انتقاد او پیشنهاد حق او دهغوی دڅیړلو په هکله د اړوند رسمی اورګانونومکلفیت، د کارپه وړاندې د برابری اجورې (مزد) د لاس ته راوړلو حق، دروغتیااو ټولنېزو تامیناتو حق په هیواد کې دمسافرت ، اوسیدنی او اقامت دځای دانتخاب حق او له هیواد څخه بهرته د مسافرت او بیرته راتګ حق …. دا باید زیاته کړو چې د۱۳۶۹ هـ ش کال  دجوزا د میاشتی په اوومه او اتمه نیټه د ۱۳۶۶ هـ ش کال په اساسی قانون کې د تعدیلاتو د واردولو لپاره یوه لویه جرګه دایره شوه، نوموړی لویې جرګی په اساسی قانون کې تعدیلونه رامنځ ته کړل او د نوموړی تعدیل شوی اساسی قانون په دریېم فصل کې یې د اتباعو تابعیت ، اساسی حقوق، آزادۍ او مکلفیتونه تثبیت او تسجیل کړل او له ۴۱ می مادی څخه تر۵۶ می مادی پوری موادو ورته پخپله غیږکې ځای ورکړ.

د۱۳۸۲ هـ ش کال په اساسی قانون کې د بشری حقوقو تثبیت او تسجیل:

لکه چې ټولو ته څرګنده ده د افغانستان د اسلامی جمهوریت نوی اساسی قانون چې د تسوید اوتدقیق دکمیسیونونو داتلس میاشتنی کاراو زیاراو د لویې جرګې د(۵۰۲) تنو غړیو د۲۲ ورځو د بحث او مشورې چې د کابل په ښارکې د۱۳۸۲ هـ ش کال دلیندۍ دمیاشتې له ۲۲ مې نیټې څخه د مرغومې دمیاشتې ترڅوارلسمې نیټې پورې یې دوام وموند او په مجموع کې د۳۲ ملیونه  ډالرو له لګښت نه وروسته په دولسو۱۲ فصلونو او یوسلودوه  شپیتو مادو کې درایو په اتفاق تصویب شو.

نوموړی اساسی قانون دمحترم حامد کرزی له خوا دهماغه کال دسلواغې د میاشتې د اوومې نیټې د۱۰۳ ګڼې فرمان په واسطه توشیح او انفاذ یې اعلام شو .

د دې اساسی قانون په دوه یم فصل  کې د اتباعو اساسی حقوق اووجایب له ۲۲ می مادی څخه تر۵۹ می مادی پورې تثبیت او تسجیل شوی دی چې غوره حقوق او آزادۍ یې په لاندې توګه فهرست کولای شو.

د افغانستان د اتباعوترمنځ دهررازتبعیض او امتیازممنوعیت، ژوند د انسان دطبیعی حق په حیث په رسمیت پیژندل، آزادۍ دانسان دطبیعی حق په توګه  په رسمیت پیژندل، جرم یوشخصی عمل ګڼل، هیڅ افغان دتابعیت په سلبیدواو په هیواد کې دننه یا بهرپه تبعید (شړل)کېدو، نه محکومیدل، د شکنجی ممنوعیت ، دانسانی کرامت مخالفی جزا دټاکلو ممنوعیت دتورن د مدافع وکېل درلودل، پور دپوروړی د آزادۍ دسلبیدو یا محدودیت سبب نه کېدل. دانتخابولو او د انتخابیدلوحق، دفکر، وینا، لیکنې د آزادۍ حق، دټولنو د تاسیس حق، د سوله یېزو غونډو اومظاهروحق، دهستوګنځې دمصونیت حق، د مخابرې او مراسلې دمحرمیت حق، دمسافرت اواستوګنې حق، دملکېت د مصونیت حق، د زده کړې حق، د کارحق، د روغتیا ساتنې حق، دهرچا دبشری حقوقو دنقض په صورت کې دافغانستان دبشردحقوقو خپلواک کمیسیون ته د شکایت کولو حق او داسې نورحقوق او آزادۍ چې د افغانستان نوی اساسی قانون هیوادوالوته ورکړیدی، چې له دې حقوقو او آزادیو څخه سالمه ګټه اخیستل او ددولت له خوا د دې  حقوقو اوآزادیو د تضمین په هکله عملی ګامونه پورته کول دیوې سوکاله افغانی ټولنې د جوړولو یوه غوره پیلامه ګڼل کېږی.

 





هنوز دیدگاهی داده نشده.

دیدگاه‌تان را بنویسید: